Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تخار کې د چاودنې له امله  اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تالقان (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) :  د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې ښار کې د هاوان مرمۍ د  چاودنې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه د ښار په اهنګري کوڅه کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله شوې ده.

هغه زياته کړه، يوه اهنګر غوښتل، د هاوان د دې  سرګولې له اوسپنو ګټه پورته کړي چې په کې شته چاودېدونکي توکي و چاودېدل.

د اسير په وينا، په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، چې ټول دوکانداران او لارويان دي.

د ګل احمد په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد پژواک ته وويل، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ده ګاونډي د هاوان مرمۍ په اور کې اېښې وه .

نوموړی وايي، دواړه وژل شوي کسان هغه اهنګران دي چې مرمۍ يې په اور کې اېښې وه

د روغتون سرچينې وايي، دوى ته پنځه ټپيان راوړل شوي چې تر درملنې لاندې دي. 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.