Language

د مزارشریف د تېلو په یوه سرای کې اورلګېدنې دروند مالي زیان اړولی

مزارشريف (پژواک،  د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د تېلو په يوه سراى کې د اور لګېدنې له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجاني دراني د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا يوولس نيمې بجې د مزارشريف ښار اړوند د تيموريانو په سيمه کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې دغه اور لګېدونه د تېلو په یوه ټانکر رامنځته شوې وه او نن سهار څلور بجې مړ شو. درانى وايي چې د اورلګېدنې لامل نه دى معلوم، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ځاني زيان نه دى اوښتى.

د شېرمحمد په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې اور له لګېدلي سګرېټ څخه رامنځته شوی و.

هغه وايي چې په دې پېښه کې تر لسو پورې له  تېلو ډک ټانکر سوځېدلي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.