غزني ښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): د غزني پوليسو د يوې ښځې په ګډون څلور تنه د وژنې او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
د غزني سرپرست امنيه قوماندان سمونوال مصطفى مايار د زمري په لومړۍ نېټه د خبري غونډې پر مهال وويل، پوليسو د ده يک ولسوالۍ په تاسن سيمه کې يوه ښځه او دوه تنه نور د يو بل کس د وژنې په تور نيولي دي.
د ده په وينا، دغه ښځه د پکتيا د ګردېز ښار اوسېدونکې ده چې له قتل وروسته غزني ته را تښتېدلې وه.
هغه زياته کړه: ((دې ښځې له خاوند سره مشکل پيدا کړى، بيا د خپل ورور کور ته ورغلې، څه موده چې تېره شوې بيا يې د دوه نورو کسانو په مرسته د خپل ورور ښځه وژلې او بيا غزني ته را تښتېدلي دي.))
د مايار د معلوماتو له مخې، دې ښځې خپله ورېندار تر وژنې وروسته انګړ کې خښه کړې ده او بيا يې له هغې سره زر او نور قيمتي توکي له ځانه سره راوړي دي.
قوماندان وويل، دغه دوه نور کسان د دې ښځې خپلوان دي چې په قتل کې يې ورسره مرسته کړې ده.
نوموړي د دې ښځې د کورنيو د نورو غړو په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو زياته یې کړه چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى او ډېر ژر به د پکتيا امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شي.
قوماندان دا هم وويل چې د غزني پوليسو يو بل کس د نشه يي توکو د قاچاق له امله نيولى دى.
د ده په خبره، دغه کس غوښتل يوه اندزه هيرويين، چرس او نور الکولي توکي له غزني ښار څخه جاغوريو ولسوالۍ ته انتقال کړي چې د پوليسو له لوري ونيول شو.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دې کس سره شپږ نور کسان هم دي چې د نيولو لپاره يې د پوليسو هلې ځلې روانې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP