Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې د پستې ټولولو پر سر شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تالقان (پژواک، ٢ زمرى ٩٦): د تخار په فرخار ولسوالۍ کې د پستې ټولولو پر سر نښته کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د فرخار ولسوال محمدحسين د زمري دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د دې ولسوالۍ په شينګانو سيمه کې د پستې ټولونې پر سر نښته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، نښته وروسته له هغه رامنځته شوه چې د کرانې سيمې نا مسوولو وسله والو غوښتل په شينګان سيمه کې پستې ټولې کړي.

ده زياته کړه: ((دلته نورو وسله والو يې مخه نيولې چې له امله يې جګړه شوې، دوه تنه په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.))

خو د شينګانو سيمې یوه اوسېدونکي بصيراحمد پژواک ته وويل چې کليوالو د پستې ساتنې په موخه کسان ګومارلي دي.

هغه وايي: ((د کرانې سيمې نه وسله وال راغلي وو او غوښتل یې په دې سيمه کې پسته ټوله کړي چې د پستې له ساتونکو سره يې نښته شوې ده.))

د بصيراحمد په وينا، په دې نښته کې يو کس وژل شوى او يو ټپي د کرانې سيمې او يو ټپي او يو وژل شوى د شينګانو د سيمې دي.

ده وويل چې په ټپيانو کې د کرانې سيمې د نا مسووله والو مشر شمس الضحى هم شامل دى.

د تخار امنيتي چارواکي هم پېښه تاييدوي او وايي چې د پېښې د څرنګوالي په موخه يې پلاوى سيمې ته استولى دى.

تخار د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دى چې په لوړه کچه په کې نا مسووله وسله وال شتون لري او ډېرى وخت له يو بل سره جګړې کوي چې له امله يې مرګ ژوبله هم اوړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.