Language

لوګر کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ٢ زمرى ٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي، خو طالبان دغه څرګندونې ردوي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د زمري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د مرکز اړوند په الياس خان او دوشنبې سيمو کې پر وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې د وسله والو طالبانو د مشهور قوماندان ملا قند په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

دغه راز صالح وايي چې د مرکز اړوند په بابوس سيمه کې هم افغان امنيتي ځواکونو عمليات کړي چې په ترڅ کې اته طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په بره کې برک ولسوالۍ کې هم د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

نوموړى وايي چې په دې جګړه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د صالح په وينا، په يادو ټولو جګړو کې ١٣ وسله وال طالبان ټپيان شوي خو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د بابوس د سيمې اوسېدونکي احمد الله پژواک ته وويل: ((تېره شپه شاوخوا درې ساعته زموږ په کلي کې ځمکني او هوايي عمليات روان وو.))

ده وويل چې په دې عملياتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.

وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه د لوګر په څو سيمو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړې شوې دي.

هغه وايي چې په دې جګړو کې طالبانو ته نه، بلکې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.