Language

دوه نوي نوماند وزيران، دوه رييسان، يو سلاکار، يو مرستيال او يو والي وټاکل شول

کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): د هېواد د ولسمشر د حکمونو له مخې، دوه تنه د نوماند وزيرانو په توګه، دوه  رييسان، يو سلاکار، يو مرستيال او يو کس د والي په توګه وګومارل شول.

د يادو حکومونو  په هغې کاپي کې چې نن پژواک خبري آژانس ته را استول شوې، راغلي چې دوه تنه د ترانسپورت او سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونو لپاره د نوماند وزيرانو په توګه، پنځه کسان د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي ادارې د رياست او مرستيال، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رياست، د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي سلاکار او د تخار  د والي په توګه ګومارل شوي دي.

د ولسمشر غني په حکونو کې د سرحدونو او قبايلو د چارو د نوماند وزير او د ترانسپورت وزارت د نوماند وزير د ټاکلو او ولسي جرګې ته د هغوى د ورمعرفي کولو په اړه دغه راز ويل شوي چې د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د١١ بند له درج شوي حکم څخه په پېروى سره، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ترانسپورت وزارت د نوماند وزير په توګه ښاغلى محمد حميد طهماسي او سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د نوماند وزير په توګه ښاغلى ګل آغا شېرزي در پېژندل منظور دي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزير موظف دى چې د اساسي قانون د ٩١مې مادې د ٣بند له صراحت څخه په مراعات سره، دواړه نوماندان د رايې اخيستلو د تاييد په موخه ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

دغه راز د ولسمشر په حکمونو کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې د مشر او مرستيال ټاکلو او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر ټاکل او دغه راز د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي سلاکار او استازي ټاکل کېدل راغلي چې د افغانستان د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له ١٣بند څخه په پېروۍ او د چارو د لا ډېر ښه والي په موخه د  لاندې هر يوه شخص ټاکل:

١:  همايون محتاط، له رتبې بهر بست کې د نفوسو د احوال د ثبت د مرکزي اداې د مشر  په توګه؛

٢: محمد ويس پاياب، په مافوق رتبه بست کې د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې د برېښنايي تذکرو د وېش تخنيکي مرستيال په توګه منظور دى.

٣: د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه عبدالمتين بيګ ټاکل

٤: د ملي انسجام په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او سلاکار په توګه د الحاج محمد الماس زاهد ټاکل

٥: او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ١٣٩٦ کال د چنګاښ د ٢٧مې نېټې د ٢٤٧٧ګڼې وړانديز له مخې په فوق رتبه بست کې د فضل الله مجددي ټاکل منظور دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د يادو شخصيتونو لپاره د منان خداى (ج) له دربار څخه د ډېرو برياليتوبونو هيله کړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.