Language

د بلخ خلکو د هېواد د وروستیو نا امنیو په غبرګون کې ناسته وکړه

مزارشريف (پژواک، ۳ زمری ۹۶): د بلخ خلکو په هېواد کې د روانې ناامنۍ له امله ملکي خلکو ته د اوښتو زيانونو په غبرګون ناسته وکړه.

ياده ناسته په بلخ ولايتي شورا کې د ولايتي شورا وکيلانو، ديني عالمانو او مدني ټولنو د فعالينو په ګډون د زمري په ۳مه ترسره شوه.

په دې وروستيو کې د هېواد په پلازمېنه کابل، فارياب، بغلان، کندوز، هلمند، بدخشان، غور، ننګرهار او ځېنو نورو ولايتونو کې د روانې نا امنۍ له امله ملکي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې د مشرتابه شورا غړي محمد يزدان پرست د يادې غونډې په اوږدو کې رسنيو ته وويل چې د افغانستان دښمنانو د تېرې اونۍ په اوږدو کې يو ځل بيا دا په ثبوت ورسوله چې د دوی اساسي موخه د بې ګناه افغانانو وژل دي.

نوموړي د غور د تيورې ولسوالۍ او د ننګرهار وروستۍ پېښې ته په اشارې سره وويل چې په هېڅ قانون کې د ملکي خلکو وژنه جواز نه لري.

د دغه ولايت د علماوو شورا غړي مولوي محمد محسن دانش د بدخشان پېښې ته په اشارې سره وويل چې د امنيتي سرتېرو جسدونو ته بې احترامي کول د انسان کرامت ته په ټيټه سترګه کتل دي.

نوموړي د وسله والو مخالفينو روانه جګړه ناروا وګڼله او افغانانو ملي يووالي ته راوبلل.

د ولايتي شورا وکيل غلام سخي لاله د ملکي خلکو د وژنې د غندنې تر څنګ وويل چې افغانان بايد په روان حالت کې د خپلو امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره يو ځای شي.

نوموړي زياته کړه چې دښمن ته له ځواب ورکولو پرته له دې بله ښه چاره نشته چې ټول افغانان د خپلو امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.