Language

مزارشريف (پژواک، ۳ زمری ۹۶): د ازبکستان هېواد تصميم نيولی چې د بلخ د کود برق فابريکې له تخنيکي او توليدي اړخه بيا ورغوي.

په همدې موخه د زمري په ۳مه د افغانستان د معدن وزيرې مېرمن نرګس او د ازبکستان د معدن وزير هاشم عبدالله يوف په بلخ ولايت کې سره وکتل او کتنې په اوږدو کې يې د کود فابريکې د چارو ارزونه هم وکړه.

دواړو وزيرانو له رسنيو سره کومه ځانګړې ناسته نه درلوده.

خو د بلخ ولايت مقام وياند منير فرهاد د دواړو وزيرانو د راتګ په تړاو پژواک خبري  اژانس ته وويل چې دوی د بلخ د کود برق فابريکې د بيارغونې په موخه د دې فابريکې د چارو د کتنې لپاره بلخ ته سفر کړی و.

نوموړي زياته کړه چې د ازبکستان د معدن وزير د کود برق فابريکې تخنيکي وسایل اوپرزې پخواني او زاړه شوي وبلل.

د هغه په وينا، د ازبکستان وزير وويل چې په لنډه موده کې د دغه هېواد د معدن وزارت تخنيکي پلاوی د کود برق فابريکې د بشپړې ارزونې لپاره بلخ ته راشي او له پلان سره به يې سمې د بيارغونې چارې پيل کړي.

د افغانستان د کانونو چارو وزيرې مېرمن نرګس له ازبکستان هېواده د مننې تر څنګ وويل چې د يادې فابريکې له بيارغونې سره سلګونو کسانو ته د کار زمينه او د کيمياوي سرې په توليد کې زياتوالی راشي.

نوموړې زياته کړه چې د کود برق فابريکې اوسنۍ توليدي چارې کافي نه دي.

د بلخ د کود برق فابريکې رييس عبدالرحمان افغان پژواک ته وويل چې د يادې فابريکې توليدي چارې روانې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.