کندوز (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د کندوز سيمه ييزو چارواکو، د کندوز ښار په شا وخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو له شاتګ خبر ورکړى او وايي چې يادو ځواکونو له دې وړاندې لس کلي له طالبانو نيولي وو، چې له پرېښودو وروسته بېرته د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
د يادو چارواکو په وينا، لس ورځې وړاندې د کندوز ښار په شا وخوا سيمو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٠ کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي وو، خو تر اوسه له يادو سيمو د شاتګ لامل نه دى په ډاګه شوى.
د سيمه ييزو چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د حضرت سلطان، چپرمه، اورتبلاقيانو او عربانو کلي د کندوز ښار اړونده هغه سيمې دي، چې په وروستيو څلورو کلونو کې له وسله والو نه و پاک شوي.
د کندوز د ولايتي شورا مشر امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم په نوو ترسره شوو عملياتو ډېر لګښتونه هم راغلل او له امله يې عام خلک او سرتېري ووژل شول، خو پرون شپه طالبانو يوځل بيا يادې سيمې نيولې دي.
نوموړي زياته کړه: "امنيتي ځواکونو په ډېر بريالي توګه عمليات ترسره کړل او سيمه يې پاکه کړه، موږ هم په امنيتي ناستو کې ترې مننه وکړه، خو له بده مرغه ټولې لاسته راوړنې يې له منځه يوړل شوې."
د ولايتي شورا يوه بل غړي صفي الله اميري د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نه شتون او کمزورى مديريت د کندوز د نا امنيو اصلي لاملونه وبلل او ويې ويل چې له همدې امله طالبانو يوځل بېرته پخوانۍ سيمې ونيولې.
هغه وويل: "د حضرت سلطان سيمې ته پرون له امنيتي ځواکونو سره د سفر په ترڅ کې مو وليدل چې امنيتي ځواکونو ډېرې سيمې نيولې وې."
د حضرت سلطان سيمې يوه اوسېدونکي حکيم وويل، له تېرو ١٢ ورځو راهيسې له خپلو سيمو راکډه شوي او اوسمهال په يوه کور کې له څلورو کورنيو سره يوځاى ژوند کوي.
هغه زياته کړه: "خداى دې وکړي چې امنيت راشي ، خپلو کارونو او کښت ته وګرځو او له دولت څخه له امنيت پرته بل څه نه غواړو."
بلخوا په کندوز کې مېشت امنيتي ځواکونه هم مني چې امنيتي سرتېرو وسله والو طالبانو ته له سختې مرګ ژوبلې اړولو وروسته يادې سيمې خوشې کړې دي.
خو نوموړي په دې اړه څرګنده ځواب ورنه کړ، چې ولې يې يادې سيمې خوشې کړې دي.
login or register a new account.