Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تيره مياشت هلمند کې ۱۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه(پژواک، ٦ زمری۹۶): د هېواد په جنوبي ولايت هلمند کې تيره مياشت په بېلابېلو بريدونو کې ١١٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څرګندوني په هېواد کې د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتني ګروپ استازي عزيز الرحمن تسل نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د دې ولايت له مدني فعالانو سره په ګډه خبري ناسته کې وکړي.

تسل وويل چې له يادو ١١٧ کسانو څخه ٢٨ تنه وژل شوي او ٨٩ نور ټپيان دي.

دى وايي چې ياد وژل شوي ټول لويان نارينه دي او په ټپيانو کې څلور ښځې او ٦٩ ماشومان هم شامل دي.

ده وويل چې افغان امنيتي او په هېواد کې مېشت بهرني ځواکونه او د دولت وسله وال مخالفين د ملکي وګړو د ژوند د خونديتوب په برخه کې بې احتياطي کوي او ښکېلې غاړې ملکي وګړي ځوروي.

ده زياته کړه:"وسله والو طالبانو هم د خپل مشر هغه غوښتنه نه ده عملي کړي چې د ملکي وګړو د ژوند خونديتوب په اړه يې کړې، اوس هم په عامه ځايونو کي ماينونه ځاى پر ځاى کوي او د خلکو په کورونو کی سنګرونه نيسي. "

هغه وويل چې په تېرو څو کلونو کې هلمند کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ د خپلو سيمو پرېښود ته اړې شوې د دې ولايت په ناامنو سيمو کې ځينې ښوونځي او روغتونونه هم تړل شوي دي.

تسل له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې د جګړې قوانين مراعات کړي، په عامه ځايونو کې ماينونه ځاى پر ځاى پر ځاى نه کړي او په د هستوګنې په سيمو کې د درنو وسلو له کارونې او بمباريو ډډه وکړي.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتني ګروپ بل غړي او کندهار کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټي مشر احمد لودين هم وويل په هلمند او کندهار کي زرګونو ځوانانو د جګړو له امله د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.  

هغه زياته کړه:" موږ د جګړي ختمول غواړو څو پر ملکي وګړو سربېره په ټوله کې ستونزې له منځه ولاړي شي او خلک عادي ژوند ته را وګرځي."

هلمند کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر غړي نظرمحمد رودي وويل چې د ملکي وګړو د ژوند خونديتوب اړينه پاملرنه نه شته او دې کار خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د "ولس" مدني ټولنې مشر عبدالحق ځواکمن، وويل چې دولت د ملکي خلکو ژوند د خونديتوب او له جګړه ځپلو او بېځايه شويو کورنيو سره د مرستې لپاره اړين پلانونه نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.