Language

د حزب اسلامي یو قوماندان قلم او د زرداد ورور وژل شوي

پل علم (پژواک، ٧ زمرى ٩٦): د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړې له امله د حزب اسلامي قوماندان قلم او د دغه ګوند د بل قوماندان زرداد ورور وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بګراميو ولسوالۍ د بتخاک په بندغازي سيمه کې د ملنګي د کورنۍ او د ازرې ولسوالۍ د کوچيانو ترمنځ د ځمکې پر شخړه شوې ده.

هغه وويل: ((تېر کال هم دلته د ځمکې پر سر شخړه شوې وه، خو پرون قوماندان قلم او د قوماندان زرداد ورور حاجي شيراغا د شخړې د حل په موخه دې سيمې ته تللي وو.))

د هغه په وينا، د ملنګي د کورنۍ کسانو پر دوى ډزې کړې چې په ترڅ کې يې قوماندان قلم او د زرداد ورور حاجي شېراغا وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي هم پېښه تاييد کړه.

هغه د نوم د نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د قوماندان قلم، د ملنګي د کورنۍ او د پاچا په نوم د يو بل کس ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه وه.

ده زياته کړه: ((پاچا رهنما لري، د قلم کسان راغلي د پاچا رهنما يې سوزولې ده خو زرداد بيا خپل ورور او حاجي شاولي لېږلي چې د قلم، پاچا او ملنګي د کورنۍ ترمنځ ستونزه هواره کړي.))

د هغه په وينا، د زرداد ورور حاجي شېراغا لومړى پاچا ته ورغلى، هغه ورسره منلې وه چې د خبرو له لارې به ستونزه هواروي.

دى وايي: ((کله چې شېراغا بېرته په لاره کې روان وو،  نو قلم مخې ته راغلى وروسته پاچا هم له خپلو کسانو راغلى، کله چې قلم، پاچا ليدلى نو خپلو کسانو ته يې ويلي چې لاړ شئ د پاچا له کسانو وسلې واخلئ، دوى چې څنګه ور نږدې شوي هغوى پرې ډزې کړې دي.))

ده هم وويل چې په دې نښته کې قوماندان قلم او د قوماندان زرداد ورور حاجي شېراغا وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د بګراميو دولسوالۍ  اداري مرستيال احمد جاوېد دا پېښه پژواک خبرى اژانس  ته تاييد کړ.

هغه وويل چې پېښه تېره شپه ٩ بجې د قوماندان قلم، شېر او پاچا د کسانو ترمنځ رامنځته شوې چې لامل يى  د ځمکى پر سر پخوانى جنجال و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.