Language

د غزني د ګیلان امنیه قوماندان وژل شوی

غزني ښار (پژواک، ۷ زمری ۹۶): د غزني د ګيلان ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ګيلان ولسوالۍ په وړو سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د ګيلان ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن عبدالمتين او درې نور پوليس وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې اووه طالبان وژل شوي او څلور نور طالبان ټپيان دي.

ده وويل چې وروسته سيمې ته مرستندوی ځواکونه ورغلي او د طالبانو بريد يې پر شا تمبولى دى.

د ګيلان د وړو سيمې اوسېدونکي محمد اشرف پژواک ته وويل چې تېره ورځ په دې سيمه کې د طالبانو او پوليسو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

هغه هم وويل چې په دې جګړه کې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان او نور پوليس وژل شوي دي.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې د عبدالمتين په ګډون اووه پوليس وژل شوي او درې نور پوليس ټپيان دي.

مجاهد وايي چې په دې جګړه کې يواځې يو طالب ټپي شوى دى.

غزني هم د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې په دې وروستيو کې جګړې په کې ډېرې شوې چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.