Language

کندهار کې د وسله والو له خوا د نیول شوو کسانو د خلاصون هڅې روانې دي

کندهار (پژواک، ۷ زمری ۹۶): د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د یرغمل شوو ملکي وګړو د خلاصون هڅې روانې دي.

هغوی زیاتوي، کشفي ارګانونه د یرغمل شوو وګړو د ساتلو د ځای د تثبیت په موخه کار کوي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي.

وسله والو طالبانو شاوخوا نهه ورځې وړاندې دغه ملکي وګړي د کندهار- اروزګان پر لار د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د ماڼو او چنار په سیمو کې هغه مهال یرغمل کړل چې پر امنیتي پوستو او یوې پوځي قرارګاه یې بریدونه وکړل.

وسله والو تر دې مهاله د یرغمل شوو ۷۰ ملکي وګړو له ډلې ۷ تنه وژلي، ۳۰ تنه یې بېرته خوشې کړي او ۳۳ تنه لا هم ورسره بندیان دي.

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، کشفي ارګانونه په پوره جدیت د یرغمل شوو وګړو د خلاصون لپاره هڅې کوي.

خو هغه زیاته کړه، تر اوسه کشفي ارګانونه په دې نه دي توانېدلي چې د هغوی د ساتل کېدو ځای تثبیت کړي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ د ماڼو، چنار او یو شمېر نورو سیموشاوخوا ۵۰ اوسېدونکي د وسله والو د بریدونو له امله کندهار ښار ته راغلي.

په دوی کې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې وسله والو له تښتولو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

په دې ډله کې یو هم حاجي محمد نعیم دی، نوموړي پژواک اژانس ته وویل: ((په هغه شپه وسله وال چې زینې ورسره وې، د کورونو پر دېوالونو راواوښتل، د هر سړي لاسونه یې په خپل کور کې وتړل او له ځانونو سره یې بوتلل.))

دی وايي، دوی یې د پلټنو لپاره د شاولیکوټ ولسوالۍ د پریان سیمې ته بوتلل، هلته لسګونه بېلابېل موټرونه تر سترګو کېدل چې وسله وال په کې له خپلو وسلو سره سپاره وو.

د ده په خبره، دوی د وسله والو له خوا د پلټنو پر مهال هغوی ته قسمونه وکړل چې له دولت سره کار نه کوي، وروسته د سیمې سپین ږیري هم ورغلل او زارۍ یې ورته وکړې.

هغه زیاته کړه، وسله والو یو شمېر کسان ووژل، یو شمېر یې خوشې کړل او ګڼ شمېر کسان یې لا هم له ځانونو سره ساتلي دي.

login or register a new account.