Language

د یوې کورنۍ پنځه ماشومان د برېښنا نیونې له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): کابل کې د يوې کورنۍ پنځه ماشومانو د برېښنا نيولو له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.

دغه پېښه نن ماسپښين شا وخوا ٢ بجې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د سليم کاروان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي ميرحسين اميري پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د يادې کورنۍ يو ماشوم برېښنا نيولى، دويم ماشوم د ژغورلو لپاره ورغلى چې هغه يې هم نيولى چې په همدې ډول درې نور ماشومان هم له ورته پېښې سره مخ شوي او ژوند يې له لاسه ورکړى دى.

سرچينې زياته کړه چې ياد ټول ماشومان د يوې کورنۍ غړي دي او له ١٠ تر ١٤ کلونو پورې عمرونه لري چې له يادې پېښې وروسته اور هم رامنځته شوى او کور ته يې زيان اړولى دى.

په دې اړه نور جزئيات له پژواک ترلاسه کړئ.

د يادولو ده، په هېواد کې هر کال په بېلابېلو سيمو کې ډېر خلک د نه پاملرنې، نه پوهاوي او وسايلو نه شتون له امله د برېښنا له ورته پېښو سره مخ کېږي او ژوند له لاسه ورکوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.