غزني ښار (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٠ طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال مصطفى مايار د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قره باغ ولسوالۍ په ايينو سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريدونه کړي دي.
هغه وايي، د دغو بریدونو له امله رامنځته شوې نښتې تر سهاره دوام درلود، خو اوس سيمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او چاڼيز عمليات يې پيل کړي دي.
قوماندان وايي چې په ياده جګړه کې ٢٠ طالبان او دوه پوليس وژل شوي او دوه طالبان او شپږ پوليس ټپيان شوي دي.
د ايينو د سيمې اوسېدونکي عبدالرحيم هم پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې تر سهاره جګړه وه.
هغه وايي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ايينو سيمه کې طالبانو دوه پوستې نيولې دي.
هغه وايي چې د دې پوستو د نيولو پر مهال درې پوليس او يو طالب وژل شوي او پنځه پوليس او دوه طالبان ټپيان دي.
login or register a new account.