Language

په برمل کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ١٢ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې د برمل ولسوالۍ په تورتنګي سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا عمليات روان دي.

هغه وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه ١٢ طالبان وژل شوي، پنځه طالبان او څلور سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

دغه راز د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې په دې جګړه کې د طالبانو يو موټر، يوه دهشکه او يو شمير نور وسلې مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د برمل ولسوالۍ د سليمانزو د سيمې اوسېدونکي عبدالله هم پژواک ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې جګړې روانې دي.

ده وويل: ((اوس زموږ په کلي او تورتنګي کې دولتي عسکر دي، طالبان نشته، تللي دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

برمل د پکتيکا د لرو پرتو او نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه اوږده پوله لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.