مزارشريف (پژواک، ۸ زمری ۹۶): د بلخ ولايت د مزارشريف ښار ځيني هټيوال وايي چې زورواکي يې عادي دوکاندارۍ ته نه پرېږدي.
له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د مزارشريف ښار ختيځ لور ته د مهرايين په نامه د سبزي او مېوو منډيي په مارکېټ کې دوکانونه بند دي، چې هټيوال يې لامل يې سيمه ييز زورواکي بولي.
دوی وايي، تېره شپه يې پر مارکېټ اوبه ور پرېيښې، سبزي او مېوې يې ورته ميدان ته اچولي او ځيني دوکانونه يې لوټ کړي دي.
د بلخ ولايتي شورا د يادې ستونزې د پخلي تر څنګ وايي چې دغه چاره د مافيايي کړيو له خوا د ښاروالۍ په مرسته ترسره شوې ده.
د مهرايين مارکېټ هټيوال محمد قاسم وايي چې له تېرې يوې اوونۍ د زورواکو له خوا ځورول کېږي او بازار پرې بند شوی دی.
نوموړي زياته کړه: ((تاسو راشئ له نږدې يې وګورئ، د شپې راغلي هټۍ يې لوټ کړې دي، تله او ترازو يې ميدان کې اچولي او پر مارکېټ يې اوبه ور خوشې کړې دي.))
هغه له ولايت مقام، ښاروالۍ او امنيې قومنداني څخه شکايت کوي چې ولې يې څوک پوښتنه نه کوي.
د همدغه مارکېټ بل هټۍ وال عبدالقادر وايي، د شپې چې کله دوی کورونو ته ولاړ شي، وسله وال راځي، د هټيو دروازې يې ورماتوي، هټۍ يې چپه کوي، روميان او نوره سبزي يې د باندې غورځوي او مارکېټ ته يې اوبه خوشي کوي.
نوموړي زياته کړه چې دوی يوازې د قانون غوښتنه کوي.
د بلخ ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ هم د ياد مارکېټ د هټيوال شکايتونه پر ځای بولي.
نوموړي زياته کړه چې دغه مارکېټ يې له نږدې کتلی چې اوبه په کې ولاړې وې او ټولې هټۍ يې بندې وې.
هغه د چا نوم وانه خيست خو ويې ويل: ((له بده مرغه دغه کار د ښاروالۍ په مرسته ځينو مافيايي کړيو کړی دی.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP