Language

د پکتیکا خلک: وسله وال دې د سولې لار غوره کړي

ښرنه (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکو په هېواد کې روانه جګړه د پرديو استخباراتي کړيو کار وباله او زياته یې کړه چې د دې جګړې ترسره کوونکي د افغانستان دښمنان دي.

د دغه ولايت يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو د مدني ټولنو غړو او عامو خلکو د زمري نهمه په مرکز ښرنه کې غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې ديني عالم مولوي عبدالکريم وويل چې سوله الهي امر دى او ټول بايد دغه امر ته درناوى وکړي.

هغه زياته کړه چې په هېواد کې روانه جګړه هېڅ ډول ديني او عقيدوي اړخ نه لري، يواځې د پرديو د استخباراتي کړيو کار دى.

ده وويل: ((که د رښتیني انسانیت په رڼا کې ژوند کول غواړئ نو له روان جنګه نفرت وکړئ او د سولې په رڼا کې ژوند غوره کړئ.))

دغه راز په دې غونډه کې په پکتیکا کې د حزب اسلامي مشر شهید محمدیار هم وويل چې روان جنګ د پرديو د استخباراتي کړيو کار دى او په وینا یې چې عام افغانان د دې پردي جنګ اصلي قربانيان دي.

نوموړي پر وسله والو ډلو هم غږ وکړ چې د حزب اسلامي په څېر د سولې لاره غوره کړي او له نظام سره په څنګ کې ودریږي.

قومي مشر سردار خان بیا خلک د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته را وبلل او زياته يې کړه چې همدا نظامي ځواکونه دي چې د هڅو له برکته یې خلک د ارامۍ احساس کوي.

سردار خان پر ديني عالمانو نيوکه وکړه چې په هېواد د روانې جګړې پر وړاندې نور بايد پټه خوله پاتې نه شي او دغه جګړه ناروا وګڼي.

دغه راز د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان کټوازي وويل چې د هېواد دښمنان دا نه شي زغملی چې افغانستان دې سمه اداره او منظم ځواک ولري.

هغه وويل چې په تېرو دوو کلونو کې يواځې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې له دوه سوو ډېر عام وګړي وژل شوي نو له دې څخه ښکاري چې وسله وال په عامو خلکو هم رحم نه کوي.

د غونډې په پاى کې د پکتيکا مرستيال عطاالله فضلي وويل چې ټول بايد په ګډه د سولې له پروسې ملاتړ او د سولې راوستو لپاره کار وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.