Language

“که د غزني امنیت ټینګ نه شي، په ډېره برخه به یې طالبان حاکم شي”

غزني ښار (پژواک، ٩ زمرى ٩٦): د غزني اوسېدونکي وايي، که د دغه ولايت د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه ونه شي، نو ډېرې سيمې به وسله وال تر خپل کنټرول لاندې راولي.

خو د دغه ولايت امنيتي چارواکي بيا وايي، شپه او ورځ د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې کوي او وسله وال مخالفين يې له ماتې سره مخ کړي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو هم ويلي چې د غزني ډېرې سيمې د دوى په کنټرول کې دي او د خلکو حقوقي پرېکړې هم دوی کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي روح الله پژواک  خبري اژانس ته وويل، په تېرو څو ورځو کې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر امنيتي پوستو پرله پسې بريدونه کړي دي.

هغه وايي: ((تېره هفته او نن د ايينو په سيمه کې سخته جګړه وشوه، چې دواړو لورو ته په کې سخته مرګ ژوبله واوښته.))

ده ټينګار وکړ چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو شمېر لږ دى، نو بايد شمېره يې لوړه شي، څو امنيت ټينګ شي.

دغه راز د اندړو د عبدالرحيم سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل، د دې ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دوامداره جګړې روانې وي.

دى زياتوي: ((دلته په ساعتونو جګړې وي، څو ورځې وړاندې طالبانو د ميرزار پوسته ونيوه، خلک يې بېخي اندېښمن کړي دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو شمېر هم ډېر شوى دى.

د ګيلان اوسېدونکي احمد خالد هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د ناامنيو کچه لوړه شوې ده.

دى وايي: ((وړمه ورځ په وړو سيمه کې جګړه وه، د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمتين او نور پوليس په کې ووژل شول.))

دغه راز په غزني ښار کې قومي مشر حاجي عبدالغفار خان پژواک ته وويل، په هغو ولسواليو کې د نا امنيو کچه لوړه ده چې د امنيتي ځواکونو تشکيل يې پوره نه دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.