غزني ښار(پژواک،١٠زمرى٩٦): د غزني چارواکي وايي چې وسله وال طالبان هر کال د دغه ولايت د سقوط هڅې کوي، خو هر ځل له ماتې سره مخ کيږي.
دغه څرګندونې د غزني والي عبدالکريم متين د زمري په لسمه غزني ښار کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.
هغه وويل چې په غزني کې د طالبانو ترڅنګ ډېرې نورې وسله والې ډلې هم فعاليت کوي چې يواځې يې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.
ده زياته کړه: (( خو په غزني کې داعش نشته، داعش په غزني باندې کار نه لري، داعش په ننګرهار او کونړ کې دى.))
والي وايي چې طالبان هرکال هڅې کوي ترڅو دغه ولايت سقوط کړي خو د امنيتي ځواکونو له خوا له ماتې سره مخ کيږي.
دغه راز والي هغه اوازې هم رد کړې چې په قره باغ او ځينو نورو سيمو کې امنيتي پوستو سقوط کړى دى.
متين وويل چې په قره باغ کې شل وسله وال طالبان وژل شوي او بريد يې هم په شا تمبول شوى دى.
دغه راز په ياده غونډه کې د غزني سرپرست امنيه قوماندان سمونوال مصطفى مايار وويل چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې د نا امنۍ جوړولو لپاره وروستۍ هڅې کوي.
هغه زياته کړه: ((زموږ امنيتي ځواکونه تل چمتو دي چې له خپلې خاورې او خلکو څخه په مېړانه دفاع وکړي او طالبان د امنيت خرابولو ته نه پرېږدي.))
د قوماندان په وينا، امنيتي ځواکونه د تجهيزاتو په برخه کې ستونزې نه لري او هم يې ترمنځ پياوړې همغږي موجوده ده.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو دوه پوستې نيولې دي.
هغه وويل چې د پوستو د نيونې پرمهال طالبانو ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په دې جګړه کې بيا يواځې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP