Language

لوګر کې د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو د مسوول په ګډون نهه طالبان وژل شوي

پل علم(پژواک،۱۱زمری۹۶): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو د مسوول په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي او په پروان کې د يوه لاسي بم چاودنې اووه کسان ژوبل کړي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د مرکز پل علم په شاه مزار، رستم خېلو او يوسف خېلو سيمو کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دې بريدونو په ترڅ کې د لوګر لپاره د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو مسوول حاجي اسد په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ده وويل چې په وژل شوو کې د حقاني شبکې درې نور مهم غړي قاري صلاح الدين، قاري مصلح او قارى کوچى هم شامل دي.

هغه زياته کړه: (( د دې کسانو وژل کېدل، زموږ لپاره لويه لاسته راوړنه ده او د دوى وژل کېدل په امنيت ښه تاثير کوي.))

دغه راز د شاه مزار سيمې اوسېدونکي تاج محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي کې الوتکو پر وسله والو طالبانو بمبار کړى دى.

ده وويل: (( خبر يم چې طالبان په کې وژل شوي خو نه پوهيږم چې څو تنه دي او څوک دي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تېره ورځ هم د لوګر امنيتي چارواکو ويلي وو چې په دغه ولايت کې ٢٥طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له بلې خوا په پروان کې د لاسي بم غورځولو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي ژوبل شوي دي.

د پروان امنيتي چارواکو پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده کسانو تېره شپه د بګرام ولسوالۍ په ماهي ګير کلي کې د استوګنې يوه کور ته بم ور غوځولى چې په پايله کې يې د کورنۍ اووه غړي ژوبل شوي.

د پروان امنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم وويل چې په پېښه کې پنځه نارينه او دوې مېرمنې چې د يوه کور غړي دي، ټپيان شوي او د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.