Language

چارواکي: ګومل کې ۷۰ طالبان او دوه پوليس وژل شوي

ښرنه (پژواک، ١١ زمرى ٩٦): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، د ګومل ولسوالۍ په نښته کې تراوسه پورې ۷۰ طالبان او دوه پوليس وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر او سرپرست قوماندان داد لله خان هوتک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د ګومل ولسوالۍ په مرکز او اړوندو پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې د هغوى او امنيتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

ده زياته کړه، د دې جګړې پرمهال چې لا هم روانه ده، په هوايي بريد کې ٤٠ وسله وال طالبان او مخامخ نښته کې ٣٠ نور وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو نښتو کې دوه پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

خو د ګومل د زنګي اډې اوسېدونکي سيدنور، پژواک ته وويل چې په دې نښتو کې تر شلو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او ولسوالۍ کلابنده ده چې څو پوستې هم طالبانو نيولې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد، پژواک ته وويل په دې بريدونو کې يې ګڼ شمېر عسکر وژلي، درې پوستې يې نيولي، مرکز يې تر بريدونو لاندى راوستى او جګړه اوس (مازيګر مهال) هم روانه ده.

کابو پنځه مياشتې وړاندې هم د پکتيکا په اومنې ولسوالۍ د طالبانو له لوري د ډله ييز بريد په ترڅ کې ولسوالۍ سقوط وکړ چې اوس هم د هغوى په واک کې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.