ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د ملي اردو سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل کې د ملي اردو سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Aug 2017 - 11:54
زابل کې د ملي اردو سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Aug 2017 - 11:54

کلات (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): چارواکي وايي چې د زابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو او امنيتي پېښو پر مهال ملکي وګړو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په سپين پوټي سيمه کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دی.

سرچينې وايي چې په دغه بريد کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

بلخوا د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي چې تېر مازديګر د شاه جوى ولسوالۍ د خاکې په سيمه کې د يوې چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، افغان ځانګړو کومانډو ځواکونو د ميزانې ولسوالۍ په شيکان سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

د مېزانې ولسوالۍ ولسوال ملا ظريف پژواک ته وويل چې په دې عملياتو کې يو کس وژل شوى، خو هويت يې نه دى په ډاګه شوى.

نوموړى وايي، ځواکونو شپږ نور کسان له ځان سره بيولي، شپږ موټرسايکلونه او يو موټر هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.