غزني ښار (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): په غزني ښار او درېيو ولسواليو کې يې د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت د څلورو ښوونځيو جوړېدو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې دغه ښوونځي د غزني ښار په سلطان محمود ښارګوټي، زنخان، ده يک، او ناهور ولسواليو کې جوړېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ ته په مشروط ډول دغه ١٦ ميليونه راکړل شوي وو څو همدغه ښوونځي پرې جوړ کړو.))
والي د غزني پر خلکو ټينګار وکړ چې د ښې راتلونکې په موخه خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
متين وويل چې پر حکومتي مشرانو به فشار واچوي څو په دغه ولايت کې د نورو ښوونځيو لپاره هم ودانۍ جوړې کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد وويل چې سږ کال به د پوهنې په برخه کې ١٢ پروژې پلې شي.
هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
عابد دا هم وويل چې په دغه ولايت کې له ٦٢٨ ښوونځيو څخه يواځې درې سوه يې ودانۍ لري.
ده زياته کړه: ((دا ستونزه ټول هېواد کې موجوده ده، ټولو ښوونځیو ته ودانۍ جوړول وخت نیسي، خو موږ کوښښ کوو چې د ښوونځيو ودانيو لپاره بوديجه پيدا کړو.))
د ده يک اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
هغه وايي: ((ځو ځلې مو د خېمو غوښتنه وکړه خو د معارف رياست وايي چې خېمې هم نه لري.))
د يادونې ده، په غزني کې د اته زره ښوونکو له خوا څه کم پنځه سوه زرو زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP