مزارشريف (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په بلخ ولايت کې يو پول الوځولى چې له امله يې د درېيو ولسواليو لارې تړل شوې دي، خو طالبانو ويلي چې دغه کار دوى نه دى کړى.
په کابل کې د حکومت د رسنيو مرکز له خوا د زمري په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو دغه پول تېره شپه د بلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې الوځولى دى.
سرچينې زياته کړې، د دې پېښې له امله د سيمې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجاني دراني د پېښې د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه د چاربولک ولسوالۍ د بيست پيکال په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي چې د چاودنې پر مهال له پول څخه د تېرېدلو په حال کې و.
د سيمې يوه اوسېدونکي عطاءمحمد شرفيار پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو تر پله لاندې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او بيا يې ورته چاودنه ورکړې ده.
د نوموړي په وينا، د دې پېښې له امله د چاربولک، چمتال او د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ لارې بندې شوې دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دا پېښه په دوى پورې تړاو نه لري.
هغه زياته کړې: ((دا کومه دسيسه ده، موږ يې محکوموو.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP