ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
يوناما په خوست کې د هدفي وژنو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

يوناما په خوست کې د هدفي وژنو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

author avatar
3 Aug 2017 - 14:03
يوناما په خوست کې د هدفي وژنو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې
author avatar
3 Aug 2017 - 14:03

خوست ښار (پژواک، ۱۲ زمری ۹۶): په سوېل ختيځ کې د يوناما سيمه ييز دفتر وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په خوست کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري د ملکي وګړو هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

په ګردېز کې د يوناما يا د ملګرو ملتونو له سياسي دفتره د زمري په ١٢مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۱۷ ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د خوست په مرکز او ولسواليو کې ۲۲ کسان په انفرادي ډول په نښه شوي دي.

سرچينه وايي چې د هدفي وژنو په ترڅ کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي وو چې قومي مشران، ځيني دولتي مامورين او نور خلک په کې شامل دي.

د يوناما له لوري په ياده رالېږل شوې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې تر ځانمرګي بريدونو او بمي چاودنو وروسته هدفي وژنې درېيم ستر لامل دی چې په دغه ولايت کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې سبب شوی.

که څه هم يادې سرچينې په خوست کې د تېر کال د هدفي وژنو شمېر نه دی ښودلی، خو ويلي يې دي چې په دغه ولايت کې د هدفي وژنو شمېر تر پخوا ډېر شوی او اندېښنه يې پرې څرګنده کړې ده.

په ورته وخت کې د خوست يوه اوسېدونکي جواس خان منګل پژواک اژانس ته وويل چې د هدفي وژنو زياتېدو يو لامل د پېښې له ځايه په ډېرې اسانۍ سره د بريدګرو تښتېدل دي.

ده وويل چې د هدفي وژنو په زياتره موادرو کې امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول پوليس پر دې نه دي بريالي شوي چې بريدګر ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

جواس خان زياتوي: ((په څو څو ځله ما په خپله ليدلي دي چې بريدګر پر يوې خوا تللي، خو پوليس په بلې خوا تللي دي. په خپله چارواکي د دې لپاره زمينه برابروي، کنه مخنيوی يې ولې نه شي کېدای؟))

د خوست ښار اوسېدونکي اصغر په وينا، که امنيتي ځواکونه په خپل منځ کې د کلکې همغږۍ تر څنګ د نا امنۍ پر نورو پېښو سربېره د هدفي وژنو د مخنيوي ټينګ هوډ ولري، هېڅوک بيا پر چا د بريد زړه نه شي ښه کولی.

ده زياته کړه: ((موږ نه پوهېږو چې امنيتي ځواکونه په خپل منځ کې همغږي نه لري او که په لوی لاس نه غواړي په خوست کې د هدفي وژنو مخه ونيسي.))

بل لور ته د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت بيا نه مني چې ګني په دغه ولايت کې د هدفي وژنو شمېر ډېر شوی، خو زياتوي چې په ځينو مواردو کې يو شمېر کسان د شخصي دښمنۍ پر بنسټ په نښه شوي دي.

قوماندان غيرت پژواک اژانس ته وويل چې د شخصي دښمنۍ پر بنسټ د وژنو عاملين تر ډېره بريده نيول شوي خو په دې برخه کې يې کره ارقام په ګوته نه کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.