Language

په اروزګان کې د بيارغونې پنځه پروژې پيل شوې

ترينکوټ (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د بيارغونې د پنځو پروژو چارې پيل شوې چې سلګونو کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.

د دې پروژو د بنسټ ډبرې ایښودو پر مهال د اروزګان والي محمد نذیر خروټي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې پروژو کې څلور د کرنې د ریاست او یوه بله يې د مستوفیت د ریاست له خوا پلې کېږي.

نوموړي زياته کړه چې پر دې پروژو ۱۴،۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي.

خروټي وويل چې د ترینکوټ اړوند د ګرم اب مانده په سیمه کې دوه استنادي دېوالونه او دوه د اوبو کانالونه دي چې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره جوړېږي.

د هغه په وينا، دواړه استنادي دېوالونه د ۳۵۰ متره په اوږودوالي د کانالونو په خوا کې جوړېږي.

دغه راز والي وويل چې د مستوفیت ریاست په چوکاټ کې د مالیاتي ادارې لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه چې دغه ودانۍ به د څلور میاشتو په موده کې د د نږدې څلور میلیونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

login or register a new account.