ښرنه (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): په پکتيکا ولايت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د ٨٠ شنو او لسو سړو خونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
دغه څرګندونې په پکتيکا کې د کرنې او مالدارې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګروم مسوول محمد رياض کټوازي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل، یاد وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې په دغه ولايت کې د ٨٠ شنو او لسو سړو خونو د جوړولو چارې پاى ته ورسوي.
هغه د دې پروژو د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل خو زياته يې کړه: ((مصارف به يې په اخره کې معلوم شي چې پر دې پروژو څومره پيسې لګول شوي دي.))
کټوازی وایي، د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام موخه د کروندګرو اقتصادي وده او د کرنيزو محصولاتو لوړوالى دى.
د ده د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د پکتیکا زرو بېوزلو کورنیو ته د چرګانو فارمونه هم جوړ شي.
کټوازى وايي چې د دغه ولایت کروندګرو ته د زعفرانو په برخه کې روزنیز پروګرامونه جوړېږي او ترڅنګ به يې د زعفرانو تخمونه هم پرې ووېشل شي.
غونډې ته د ولایتي ادارې په استازیتوب محمد رسول عادل وویل چې پکتیکا پراخې دښتې او ځمکې لري نو په وینا یې په کار ده چې د کرنې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي له کروندګرو غوښتنه وکړه چې له ورته پروژو ګټه پورته کړي او خپلې پراخې دښتې پر کرنیزو ځمکو بدلې کړي.
بل لور ته يوه بزګر عمرخان پژواک ته وويل: ((موږ له دې پروګرام څخه ډېر خوښ يو او په دې سره به زموږ حاصلات ډېر ښه شي.))
هغه دغه راز د سړو خونو جوړېدو ته هم خوښ دی خو تر څنګ یې غوښتنه کوي چې د اوبو سیستم دې هم ورته منظم شي.
د مراسمو په وروستیو کې پر یو شمېر کروندګرو کرنیز توکي هم ووېشل شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP