Language

کندهار ښار کې دوه هدفي وژنې شوې

کندهار (پژواک، ۱۲ زمری ۹۶): کندهار ښار کې د هدفي وژنو په دوو پېښو کې د پولیسو یوه افسر او د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوي دي.

یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو موټرسایکل سپرو نن سهار د کندهار ښار اړوند د دویمې امنیتي حوزې د ښکارپور دروازې په سیمه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی پر ډزو وژلی دی.

سرچینه وايي، وسله وال له برید وروسته تښتېدلي دي.

دویمه پېښه نن له غرمې وروسته دوه بجې شوې ده.

د پولیسو یو افسر چې د کندهار ښار د درېیمې حوزې اړوند له بای پاس څلور لارې سره په خپله دنده بوخت و او پلی روان و، د وسله والو موټر سایکل سپرو له خوا په نښه شوی او ځای پر ځای وژل شوی دی.

سرچینه وايي، برید کوونکي پر تېښته بریالي شوي خو د امنیتي ارګانونو له خوا یې د نیول کېدو هڅې پیل شوې دي.

د یادو دواړو پېښو په اړه امنیتي چارواکو او وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

په کندهار کې وخت په وخت هدفي وژنې کېږي چې په کې دولتي کارکوونکي، مخور او نور وګړي په نښه کېږي.

 

login or register a new account.