ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې شپږ وسله وال وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان دي

لوګر کې شپږ وسله وال وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان دي

author avatar
4 Aug 2017 - 14:19
لوګر کې شپږ وسله وال وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان دي
author avatar
4 Aug 2017 - 14:19

پل علم (پژواک، ۱۳ زمری ۹۶): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د لوګر په مرکز کې د چاڼيز عملياتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان دي.

د لوګر د والي وياند ميراحمد سيلاب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز پل علم اړوند الوزيو، دوغ اباد او جمعه کلا په سيمو کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي او د امنيت د لا ټينګښت په موخه امنيتي پوستې جوړوي.

د والي وياند وايي چې د دغو عملياتو پرمهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او درې عام وګړي ټپيان دي.

خو يوې بلې حکومتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې پنځه عام وګړي ټپيان شوي دي.

خو د سيمې اوسېدونکي بيا وايي چې په دې بريدونو کې د يوې کورنۍ د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د الوزيو د سيمې قومي مشر ذبيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د امنيتي ځواکونو له لوري توغول شوې د  هاوان مرمۍ د ثمرګل په نوم د يو ملکي کس پر کور لګېدلې چې ثمرګل او د هغه څلور ماشومان وژل شوي دي.

 وسله والو طالبانو هم جګړه تاييد کړې ده .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي چې د افغان ځواکونو له لوري د توغول شوې هاوان مرمۍ په پايله کې يو ځوان او پنځه ماشومان وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.