فراه(پژواک، ۱۳ زمرى ۹۶):د فراه ولايت چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په فراه رود کې د وسله والو طالبانو بريد په شاتمبولى او ١٣ وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه دوه بجې د فراه رود د بازار او منډوي پر پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول .
ده وويل چې په دې نښته کې لس وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي .
د باهر په خبره، چې د درې وسله والو جسدونه د بريد په ساحه کې پاتې دي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
خو د لعل محمد په نامه د سيمې يوتن دوکاندر پژواک ته وويل چې تېره شپه د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد نه دى شوى .
هغه زياته کړه چې درې وسله وال د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوي
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
login or register a new account.