Language

د پکتیکا خلک د نا امنیو ډېرېدو اندېښمن کړي

ښرنه (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): د پکتيکا اوسېدونکي وايي که د دغه ولايت د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه ونه شي نو ډېرې سيمې به يې د افغان دولت وسله وال مخالفين ونيسي.

دوى دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د دغه ولايت د ګومل ولسوالۍ وسله والو طالبانو کلابنده کړې او د سرروضې ولسوالۍ پر پوستو هم پرله پسې بريدونه روان دي.

د دغه ولايت د خيرکوټ ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې غړي عظمت کټوازي د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي حالات د اندېښنې وړ دي.

هغه وايي چې د پکتیکا په ډېرو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو له لوري پرله پسې بريدونه روان دي.

هغه زياته کړه: ((دغه ولايت امنيه قوماندان نه لري، د سرپرست له خوا اداره کېږي چې دا هم د امنيت په خرابېدو کې ډېر رول لري.))

دغه راز د ګومل ولسوالۍ يوه پوليس د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې دوامداره جګړو د پوليسو په ليکو کې اداري فساد ته هم زمينه برابره کړې ده.

هغه وويل: ((پوليسو ته په يو شمېر ولسواليو کې معاشونه په کلدارو ورکول کېږي، پوليسو ته غذايي مواد له لايحې سره سم نه ورکول کېږي چې له امله يې پوليس نا اميده شوي دي.))

همدارنګه د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي اسدالله خروټي پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې طالبانو دغه ولسوالۍ کلابنده کړې او په لويه لار کې يې هم ماينونه خښ کړي دي.

ده وويل: ((کومکي ځواکونو ونه شو کولاى چې راشي؛ ځکه لاره کې ماينونه وو، يواځې هوايي ځواک د پوليسو مرسته  کوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د ګومل په جګړو کې تر اوسه ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو که جدي پاملرنه ونه شي دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.

يادو ټولو کسانو د دغه ولايت د امنيت ټينګښت جدي غوښتنه وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا سرپرست امنيه قوماندان دادلله خان هوتک پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه شپه ورځ د امنيت د ټينګښت هلې ځلې کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.