غزني ښار (پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): په غزني کې د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت د حيواني او نباتي ناروغيو د تشخيص د دوو مرکزونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د غزني والي عبدالکريم متين وويل چې له دغو مرکزونو څخه يو يې په غزني ښار او بل يې په خواجه عمري ولسوالۍ کې جوړېږي.
د هغه په وينا، د دغو مرکزونو جوړولو مالي لګښت د ماليې وزارت له خوا د لومړيتوبونو لپاره له ورکړل شوو پیسو ورکول کېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ په غزني کې د حیواني او نباتي ناروغیو د تشخیص مرکز نه درلودل نو دا مو ښه وبلله چې دغه مرکزونه ورباندې جوړ کړو.))
دغه راز په دې غونډه کې د غزني د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالله تسل وويل چې په دغو مرکزونو کې به د حيواني او نباتي ناروغيو تشخص کېږي او ترڅنګ به يې بزګرانو ته درمل هم په کمو پيسو ورکول کېږي.
تسل زياتوي: ((دلته به یو شمېر ډاکتران کار کوي څو د غزني په ولسوالیو کې د حیواني او نباتي ناروغیو تشخیص وکړي او که چېرې يې دوى درملنه ونه شي کړاى نو بيا يې مرکز، کابل ته استوي.))
د هغه په وينا، په دغو مرکزونو کې به ځانګړي خونې هم جوړې شي چې د حيواني او نباتي ناروغيو درمل به په کې ساتل کېږي.
د خواجه عمري ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر سميع الله شريفي د دغه مرکز پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه: ((د دغه مرکز په جوړېدو سره به اوس د بزګرانو ستونزې ډېرې کمې شي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې به د خلکو باغونو او حيواناتو ته ناروغۍ پيدا کېدې خو د درملنې لپاره يې لاره چاره نه درلوده.
د اندړو ولسوالۍ يوه بزګر محمد انور پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ د مڼو، انګورو، زردالو او نورو مېوو باغونه لري.
هغه وايي: ((هر کال ډېرې ونې مرض وهي، بيا نيمايي حاصل هم نه ورکوي.))
ده هم د يادو مرکزونو پر جوړېدو خوښي وښوده او ويل یې چې تر دې وروسته به خلک په اړوند برخه کې ډېرې ستونزې ونه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP