ښرنه (پژواک، ١٦ زمرى ٩٦): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د يو شمېر پاکستانيانو په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په پکتيکا کې د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان ډګروال محمد ايوب د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې افغان ځواکونو د ګومل ولسوالۍ پر لويه لار چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((په وژل شوو او ټپيانو کې ځيني پنجابيان هم شامل دي.))
محمد ايوب وايي چې د لارې په اوږدو کې د خښ شوو ماينونو له امله د دوى عمليات ټکني روان دي خو هغه هيله وښوده چې د نن ورځې تر پايه به افغان امنيتي ځواکونه ګومل ولسوالۍ ته داخل شي.
په يادو عملياتو کې د سرحدي ځواکونو قوماندان رازمحمد پژواک ته وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه وايي چې د دوى عمليات په ښه توګه روان دي او تر اوسه يې ډېرې سيمې له وسله والو طالبانو نيولې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
خو د پکتيکا امنيتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP