ښرنه (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ١١ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
په ګومل کې د سرحدي ځواکونو قوماندان رازمحمد طوفان د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه اوس هم د ګومل په لويه لار کې په چاڼيزو عملياتو بوخت دي.
ده زياته کړه، د همدې عملياتو په ترڅ کې تېره شپه د خنګلۍ په سيمه کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي او زیاتوي چې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د ګومل پر لويه لار ماينونه خښ کړي چې له امله يې د دوى عمليات ورو روان دي.
دى زياتوي: ((هم يې ماينونه خښ کړي، هم د غرونو په سرونو ناست دي او پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي، نو ځکه موږ ورو مخې ته ځو.))
خو په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو يوه سرتېري د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل، تېره ورځ د خنګلۍ په سيمه کې پر امنيتي ځواکونو د ماين چاودنه شوې چې له امله یې يو سرتېرى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
وسله وال طالبان هم د ګومل جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، له تېرو نهو ورځو راهيسې طالبانو د ګومل ولسوالۍ کلابنده کړې ده.
د ده په خبره، طالبانو ګومل ته غځېدلې ټولې لارې بندې کړې دي او امنيتي ځواکونو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
نوموړي د ګومل جګړې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د پکتيکا د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو نهو ورځو کې د ګومل په جګړه کې سل طالبان او شپږ سرتېري وژل شوي، لس امنيتي سرتېري او ګڼ شمېر نور طالبان ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP