ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجددي: تخار کې زورواکي تر وسله والو مخالفينو خطرناک دي

مجددي: تخار کې زورواکي تر وسله والو مخالفينو خطرناک دي

author avatar
9 Aug 2017 - 17:04
مجددي: تخار کې زورواکي تر وسله والو مخالفينو خطرناک دي
author avatar
9 Aug 2017 - 17:04

تالقان (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): د تخار نوى ګومارل شوي والي فضل الله مجددي وايي چې ښه  حکومتولي، امنيت او پرمختيايي چارو ته به لومړيتوب ورکوي.

مجددي چې څو ورځې مخکې د ولسمشر له خوا د تخار د والي په توګه ټاکل شوى و، د زمري په ١٨مه د دغه ولايت چارواکو او خلکو ته ور  ورپېژندل شو.

هغه د معرفۍ په مراسمو کې وويل: ((ژمنه کوم چې ښه حکومتولي، امنيت او پرمختيايي چارو ته به لومړيتوب ورکړم؛ ځکه چې له دې اړخه ټولې چارې سمېدای شي.))

نوموړي زياته کړه چې په هرو درېيو میاشتو کې د حکومتولۍ، امنيت او پرمختيايي چارو د پرمختګ په اړه ولايتي شورا ته به راپور ورکوي چې له دې درکه به خلک د حکومت له چارو خبر شي.

د مجددي په وينا، زورواکان، غاصبين او د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي کوونکي د دولت له وسله وال مخالفينو هم خطرناک دي او پر وړاندې به يې له نرمۍ څخه کار نه اخيستل کېږي.

د  تخار نوي والي وويل، هڅه کوي چې له سيمه ييزو امکاناتو په ګټې اخيستنې سره دغه ولايت ته پرمختيا ورکړي.

په ورته وخت د تخار د ولايتي شورا استازې سهيلا جويا وویل چې په تېرو څوارلسو کلونو کې په دغه ولایت کې نا متوازنه پرمختګ  شوی دی.

هغې زياته کړه: ((د تخار په ځينو ولسواليو کې کوڅې هم پخې شوې  خو په ځينو نورو ولسوالیو کې لارې نشته، ښوونځي ودانۍ نه لري، په زرګونو زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي، خو ځینو نورو ولسوالیو کې بیا ۵۰ زده کوونکو ته هم يو ښوونځی جوړ شوی.))

د نوموړې په وينا، تخار ته له نورو ولایتونو راغلي چارواکي ځان سره پرسونل هم راوړي چې په خبره یې دغه کار د تخار تحصيل کړي ځوانان نا هيلي کړي.

د تخار د عالمانو شورا رييس مولوي عبدالصمد وويل چې د تخار سيمه ييز حکومت بايد لومړی تر هر څه په دغه ولایت کې د نامسووله وسله والو پر وړاندې مبارزه وکړي.

هغه زياته کړه چې د نا مسووله والو ډېرېدونکی حالت دوی او خلک اندېښمن کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.