Language

جنرال رحم دل: د ګومل ولسوالۍ کلابندي به ډېر ژر ماته شي

ښرنه (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦): د پکتيکا ولايت امنيتي مسوولين وايي چې ډېر ژر به د ګومل ولسوالۍ مرکز ته داخل شي او د لارې په اوږدو کې به امنيتي پوستې جوړې کړي، څو خلک په اسانۍ سره تګ راتګ وکړى شي.

په دغه ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان جنرال رحم دل د ګومل ولسوالۍ په مربوطاتو کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ګډ ځواکونه به ډېر ژر د ګومل ولسوالۍ مرکز ته داخل شي او د ولسوالۍ محاصره به خلاصه کړي.

هغه زياته کړه، ګومل ولسوالۍ ته ځکه ژر ونه رسېدل چې د لارې په اوږدو کې وسله والو طالبانو ځمکه پر ماينونو پوښلې او له بل لوري په هغو سيمو کې چې د وسله والو طالبانو تګ راتګ کېږي امنيتي پوستې جوړوي.

رحم دل وايي، وسله والو طالبانو د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ کړي او پر امنيتي ځواکونو ډزې کوي چې له امله يې د دوی پرمختګ ټکنی شوی دی.

په ياده سيمه کې د پوله ساتو ځواکونو يو قوماندان راز محمد بيا وايي چې دوی د ګومل ولسوالۍ د ځنګلې د لارې هغې برخې ته رسېدلي چې وسله والو طالبانو پکتيکا، پکتيا او غزني ولايتونو ته ورباندې اکمالات کول.

نوموړي زياته کړه چې په دې عملياتو کې وسله والو طالبانو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د دغه ولايت د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان ساتنمن محمد ايوب تندر له پژواک سره په خبرو کې وويل چې ملي پوليس، ملي اردو، پوله ساتي او سيمه ييز پوليس په ګډه د لارې د خلاصون په عملياتو بوخت دي.

هغه زياته کړه چې د ګومل ولسوالۍ د امنيت خوندي کولو په موخه به د سرحدي ځواکونو يو کنډک ځای په ځای کړي.

خو د ګومل ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط له پژواک سره په خبرو کې وويل چې ولسوالۍ لا اوس هم د وسله والو طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې ده او په تېرو پنځلسو ورځو کې امنيتي ځواکونه ونه توانېدل چې ولسوالۍ ته داخل شي.

هغه زياته کړه چې ګومل ولسوالۍ د  مساحت په لحاظ تر ټولو پراخه ولسوالۍ ده او وسله وال طالبان غواړي تر خپلی ولکې لاندې يې راولي او مرکزونه په کې جوړ کړي.

د يادونې ده، د ګومل ولسوالۍ شاوخوا خلک له خپلو کورونو وتلي او د ولسوالۍ په لرې ساحه کې تر ونو او پاڼونو لاندې د جګړې سختي شېبې تېروي او په جنګ کې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د عامو خلکو کورونه دې سنګرونه نه جوړوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.