Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې يو شمېر  روغتيايي مرکزونو ته جايزې ورکړل شوې

خوست ښار : (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦) : په خوست کې د پوليو ناروغۍ د مخنيوي او د واکسين د ښه تطبيق په موخه يو شمېر روغتيايي مرکزونو ته جايزې ورکړل شوې.

د ٢٧ عرادو موټر سايکلونو دغه جايزې د زمري په ۲۱مه د خوست د عامې روغتيا رياست  له  لوري شپږو ثابتو او يوه ګرځنده روغتيايي مرکزونو ته چې په سرحدي سيمو کې موقعيت لري، ورکړل شوې.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل حبيب شاه انصاري د دغو موټر سايکلونو د وېش پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې سره به هغو سرحدي سيمو ته د پوليو او د نورو ناروغيو واکسين پر ټاکلي وخت ورسيږي، چې وړاندې نه رسېده.

هغه زياتوي: ((هغه ستونزې چې موږ په لرې پرتو ولسواليو او يا سرحدونو کې لرلې او رسېده ګي مو ورته نه لرله، انشاالله د دغو موټر سايکلونو په توزيع سره به موږ هغو سپينو ساحو ته رسېده ګي وکړو او د واکسين د تطبيق په برخه کې چې کومه ستونزه وي هغه حل کړو.))

په همدې حال کې د خوست مرستيال والي شېربادشاه ارګوني پژواک خبري اژانس ته وويل، ولايتي اداره ژمنه ده چې د پوليو ويروس په مخنيوي او دغه راز  د واکسين د پلي کېدو په برخو کې به شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

دی وايي: ((تېر کال د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پوليو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې همدې اندېښنې ته په کتو موږ  د عامې روغتيا وزارت سره په ګډه په خوست کې د پوليو ويروس د له منځه وړلو لپاره کمپاين پيل کړی، څو دلته کومه پېښه رامنځته نه شي.))  

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.