Language

د ښاروال د نه شتون له امله د غزني ښار وضعیت په خرابېدو دی

غزني ښار (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦): د غزني اوسېدونکي وايي، دغه ولايت ښاروال نه لري چې له امله يې په ښار کې کثافات ډېر شوي او د سړک غاړو ونې او ګلان هم د وچېدو په حال کې دي.

د غزني ښار اوسېدونکي سميع الله د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دغه ولايت ښاروال نه لري او چارې يې د سرپرست له لوري اداره کېږي.

هغه وايي: ((کله چې ښاروال تللى، د ښار ويالې او نورې سيمې ټولې له کثافاتو ډک شوي او ونې هم ځينې وچې شوې او نورې هم د وچېدو په حال کې دي.))

د غزني ښار يوه هټۍ وال صديق الله هم ورته څرګندونې وکړې او زياته کړه چې پخواني ښاروال د ښار د ونو او بوټو خړوبولو لپاره د لمريزې برېښنا سيستم جوړ کړى و.

هغه وويل چې د ښاروال له استعفا وروسته دغه سيستم هم له منځه تللى دى.

ده زياته کړه: ((دا اوسنی يې چې سرپرست ټاکلی، د یوې روپۍ کار يې نه دی کړى، ښار چټل دی، شنه ځایونه وچ شوي، ګلدانونه ټول له خاورو ډک دي.))

په غزني ښار کې د مدنې ټولنې غړي محمد عارف پژواک ته وويل چې د ښار تر څنګ په ښاروالۍ کې دننه هم ونې او ګلان وچ شوي دي.

هغه زياته کړه: ((څو ورځې مخکې ښاروالۍ ته تللى وم، هلته مې په خپلو سترګو وليدل چې ګلان وچ شوي وو.))

دى وايي چې د پخواني ښاروال له تګ وروسته، نه د ښار کثافات پاک شوي او نه يې هم ونې او بوټي اوبه شوي دي.

يادو او د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو له ولسمشره غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د غزني د ښاروالۍ ستونزه هواره کړي او يو په کار پوه کس د دغه ولايت د ښاروال په توګه وګوماري.

دغه راز د غزني والي عبدالکريم متين هم يادې ستونزې تاييد کړې.

خو هغه پژواک ته وويل چې د ښاروال د نه شتون تر څنګ د ښار د پاکوالي په برخه کې د بوديجي د کمښت له ستونزې سره هم مخ وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.