ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپيسا کې يو شمېر پروژې پرانيستل  شوې

په کاپيسا کې يو شمېر پروژې پرانيستل شوې

author avatar
12 Aug 2017 - 18:36
په کاپيسا کې يو شمېر پروژې پرانيستل  شوې
author avatar
12 Aug 2017 - 18:36

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦): اجرائيه رييس د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د څو بشپړو شوو پروژو پرانيسته وکړه او د څو نورو پروژو چارې يې پيل کړې.

د کاپيسا مرستيال والي عبدالتواب عزيز، پژواک خبري اژانس ته وويل، د اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله  له خوا د نجراب ولسوالۍ کې ځینې پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې او د ځینو پروژو کارونه پیل شول.

ده زياته کړه، په بشپړو شوو پروژو کې پنځوس بستريز روغتون، د برېښنا سب سټېشن او يو وسپنيز پول شامل دي.

د هغه په وينا، په روغتون کې به د تګاب، اله ساى او نجراب ناروغانو درملنه کېږي، د برېښنا سټېشن له جوړېدو سره به د سروبې برېښنا له دې يادو شوو درې سيمو او جبل السراج سره ونښلول شي او د پول له لارې به د نجراب ځينې درې له يو بل سره وصل شي.

عزيز وايي، په نويو پيل شوو پروژو کې د يوه لوى جامع جومات، د ده قاضي پول او د پروان – کاپيسا د نښلولو لپاره د صياد په سيمه کې د يوه اساسي پول جوړېدل شامل دي.

دى زياتوي، اجرائيه رييس په دې ناسته کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د روان کال تر پايه به نورې پروژې هم په کاپيسا کې پيل شي.

د کاپیسا ولايت د مقام سکتوري او تخنيکي خدماتو رييس فيض الدين قبادي وايي، د یادو پروژو لګښت چې څو میليونو ډالرو ته رسېږي، د بېلابېلو وزارتونو له خوا ورکړل شوى دى.

په دې اړه د کاپيسا ولايت په مقام کې جوړې شوې غونډه کې د حاجي غلام نبي په نوم د کاپيسا د مرکز اوسېدونکي له اجرائيه رييس څخه وغوښتل چې په مرکز کې د هغه اساسي روغتون چارې چې له څو کلونو راهيسې نيمګړې پاتې دي او د ملي يووالي حکومت مشرانو يې د جوړولو ژمنې کړي، بشپړې کړي.

له اجرائيه رييس سره په دغه سفر کې د عامې روغتيا، فوايد عامې او برېښنا وزيران هم مل وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.