مزارشريف (پژواک، ۲۲ زمری ۹۶): په بلخ ولايت کې د تېر کال پر تله څلور برابره ډېر کوکنار کرل شوي او پر ۴۰زره جريبه ځمکې له کرل شوو کوکنارو ۳۳۶ ټنه حاصلات اخيستل شوي دي.
په بلخ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خط نو په نوم بنسټ وايي، چې په دغه ولايت کې د کوکنارو اخیستل شوی حاصل او قاچاق له روانې نا امنۍ، د نا مسوولو وسله والو له ځای پر ځای کېدو او د وسلو له پېر او پلور سره نېغې اړيکې لري.
د ياد بنسټ مسوول عبدالقادر مصباح له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې په بلخ او ټول شمال زون کې د نشه يي توکو د کر، کارونې او قاچاق په اړه تحقيق کوي.
نوموړي زياته کړه، سږکال یې له ترلاسه شوو معلوماتو په ډاګه کړې چې د تېر کال په پرتله په بلخ کې څلور برابره ډېر کوکنار کرل شوي دي.
هغه وايي چې تېر کال په بلخ کې يوازې د دوو ولسواليو کې پر ۱۰زره جريبه ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
خو مصباح زياتوي چې سږ کال د بلخ په اتو ولسواليو کې پر ۴۰زره جريبه ځمکه کوکنار کرل شوي وو او تر حاصلاتو ټولېدو پورې يې پر وړاندې دولت چوپه خوله پاتې شو.
نوموړي وويل چې له يادې ځمکې د دوی د معلوماتو پر بنسټ، ۳۳۶ ټنه ترياک راټول کړل شوي دي.
هغه زياته کړه، په بلخ کې د کوکنار کر او قاچاق په دې سيمه کې له نا امنۍ سره نېغې اړيکې لري.
د ده په وينا، د ټولنيز ژوند د نورو اړخونو د ګواښنې تر څنګ د نشه يي توکو غير قانوني سوداګري د وسلو له پېر او پلور سره نښتې مسئله ده او همداراز په سيمه کې د نامسوولو وسله والو ځای پر ځای کېدو ته زمينه برابروي.
د دغه ولايت کروندګرو وايي چې دولت په غير مستقيمه توګه خلک د کوکنار کر ته تشويق کړل، تر حاصل ټولولو یې ورته څه ونه ويل.
چمتال د بلخ له هغو ولسواليو څخه ده چې په ډېره کچه کوکنار په کې کرل شوي دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي غفار پژواک ته وويل چې تېر کال يې په پنځه جريبه ځمکه کې کوکنار کرلي وو خو سږ کال يې ۳۰ جريبه کوکنار کرلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP