ښرنه (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): د پکتيکا له سرروضې ولسوالۍ تر انګور اډې پورې د غځېدلي سړک د پخولو چارې پيل شوې چې په دوو کلونو کې به بشپړې شي.
د همدغه سړک د قراردادي شرکت مسوول روح الله د زمري په ٢٢مه خبريالانو ته وويل چې د ياد سړک ډيزاين او تخنيکي چارې پخوا بشپړې شوې وې، خو نن يې د قير کولو کارونه پيل شول.
ده زياته کړه، د دغه سړک اوږدوالى ٥٢ کيلومتره دى او پر جوړېدو يې ٥٨ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي چې په دوو کلونو کې به بشپړ شي.
په دې غونډه کې د دولت په استازيتوب د پکتيکا د ولايتي شورا رييس بختيارګل ځدراڼ وويل، د دغه سړک په جوړېدو سره به د ارګون، سروبي، ګومل، نکې، ګيان او برمل ولسواليو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي او په اسانۍ سره به وکولاى شي مرکز ښرنې ته ځانونه ورسوي.
د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي اکبر خان پژواک ته وويل: ((دغه سړک ډېر خراب و، د يو ساعت مزل به دې په درېيو ساعتونو کې کاوه، نو اوس ښه شو چې د قير کولو کار يې شروع شو.))
ده ټينګار وکړ چې دغه سړک بايد په ښه کيفيت جوړ شي، څو د اوږدې مودې لپاره ګټه ترې واخيستل شي.
د دغه سړک د جوړېدو چارې درې کاله وړاندې پيل شوې، خو د ځينو امنيتي ستونزو له امله يې کارونه ټکني وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP