لومړنى تعقيب- ميمنه (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): د فارياب سيمه ييزو چارواکو منلې ده چې د دغه ولايت د غورماچ ولسوالۍ يو ځل بيا د طالبانو له لوري سقوط شوې ده او د ولسوال په ګډون ٨٠ امنيتي سرتېري هم کلابنده شوي دي.
د يادو چارواکو په وينا، د فارياب ولايت غورماچ ولسوالۍ نن له غرمې وړاندې ١١ بجې يو ځل بيا د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې ده.
د فارياب د والي وياند احمد جاوېد بيدار وويل، وسله والو طالبانو له تېرو څو ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ چې څه موده وړاندې يې د پوليسو د قوماندانۍ ودانۍ، د ولسوالۍ اداره او د غورماچ بازار له امنيتي ځواکونو نيولي دي.
بلخوا د غورماچ ولسوال عبدالله واقف وويل چې اوسمهال له ٥٠ ملي او ٣٥ سيمه ييزو پوليسو سره د يادې ولسوالۍ په اړوند سيمه کې په يوې پوځي اډه کې کلابند شوى دى.
د هغه په وينا، اوسمهال د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده.
د فارياب د والي وياند وويل، د امنيتي ځواکونو د هوايي بريد په پايله کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله او زيان اوښتى، خو تر اوسه پورې يې نور جزيات روښانه شوي نه دي.
د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي له رسنيو سره د اړيکې پر مهال د يادې ولسوالۍ نيول منلي او زياته کړې يې ده، چې د ملي ځواکونو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسونو ته غورځېدلي دي.
په وروستيو دوو کلونو کې دا څلورم ځل دى، چې د فارياب غورماچ ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP