Language

د چهار درې ولسوال: د ولسوالۍ ډېره برخه د طالبانو په ولکه کې ده

کندوز (پژواک،٢٢زمرى٩٦): د کندوز ولايت د چهاردرې ولسوال وايي چې د دغې ولسوالۍ له اتيا سلنه ډېره خاوره د طالبانو په ولکه کې ده او د دولتي ارګانونو کمزوري د دې لامل شوې چې خلک د خپلو قضيو د حلولو لپاره طالبانو ته مراجعه وکړي.

 د کندوز د چهار درې ولسوال، حيات الله فقيري وويل چې دغه ولسوالي په وروستيو دوو کلونو کې دوه ځله طالبانو نيولې او په دغه وخت کې ټولې دولتي ودانۍ تخريب شوې دي.

هغه زياته کړه" د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ ٨٠سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده او طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي چې دولت ته مراجعه وکړي او ٧٠سلنه کسان خپلې ستونزې پر طالبانوحلوي."

فقیری وویل چې مرکزي او ځايي ادارې بايد ياد شوې ولسوالۍ ته جدي پاملرنه وکړي.

 د کندوز ولايتي شورا هم د دغې ولسوالۍ د وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ويل چې د حکومت له خوا د يادې شوې ولسوالۍ خلکو ته هېڅ خدمت نه کېږي.

د کندوز  د ولايتي شورا مشر، امرالدين ولي د پژواک خبري اژانس خبريال ته وويل چې د چهار درې ولسوالۍ ډېرى سيمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او په د غه ولسوالۍ کې د دولت له خوا هېڅ خدمت نه کېږي، چې دغه کار  د خلکو او دولت ترمنځ د واټن د زياتېدو لامل شوى دى.

 د هېواد په شمال ختيځ زون کې د پوليسو عمومي قوماندان، مل پاسوال خليل الله ضيايي د چهار درې د ولسوال خبرې رد کړې او ويې ويل چې په دغه ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې شته ؛ خو په دې کچه نه دي چې د چهار درې ولسوال بيان کړې دي.

هغه زياته کړه، د چهار درې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي او هغه خبرې چې ګواکي د دغې ولسوالۍ کابو ٨٠سلنه سيمې د طالبانو په واک کې دي او ډېرى خلک د خپلو ستونزو د حلولو لپاره طالبانو ته مراجعه کوي، ناسمې دي.

login or register a new account.