Language

سوداګرۍ وزارت د کندهار  سوداګرو د ستونزو د حل ژمنه وکړه

کندهار (پژواک، ۲۲ زمری ۹۶): د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته سفر  وکړ او دغلته یې د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې واورېدلې.

په دې اړه د ولایت مقام په تالار کې غونډه جوړه شوې وه چې د وزارت د پلاوي تر څنګ په کې د هېواد د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند، د ولایت مقام مرستیالانو عبدالحنان منیب او حاجي اغا لالي دستګیري، یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی وو.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد یونس مومند وویل، کندهار یو تجارتي، زراعتي او صنعتي ولایت دی، خو دغلته په سوداګریزه برخه کې ډېرې ستونزې شته چې باید حل شي.

هغه تر هر څه وړاندې د برېښنا د کمښت ستونزه یاده کړه چې یادې شوې درې واړه برخې یې اغېزمنې کړې دي.

دغه راز نوموړي د مالیاتو په برخه کې د درې میاشتني بیلانس یادونه هم وکړه چې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره ستونزمنه چاره ده.

د ده په خبره، سوداګر غواړي د کال په پای کې هم د خپل کار بیلانس وړاندې کړي او هم دولت ته ټاکل شوې مالیه ورکړي.

نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې ولایتي چارواکو ته دې واک ورکړای شي، څو تاجرانو او صنعتکارانو ته ځمکې ورکړي. د هغه په وينا، له تېرو دوو یا درېیو کلونو راهیسې تاجرانو ته هېڅ ځمکه نه ده ورکړل شوې.

مومند د افغانستان- هند هوايي دهلېز یادونه هم وکړه چې له کندهاره یواځې یوه الوتنه شوې او دغه لړۍ د ځنډ ښکار ده.

ده په دې برخه کې د ولسمشر د جدیت ستاینه وکړه او ویې ویل، په دې وروستیو کې یوه لویه کارګو الوتکه چمتو شوې چې د ۱۰۰ ټنه مېوې د لېږد امکانات لري او ژر به الوتنې پیل کړي.

دغه راز ده له سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل چې له نړیوالو بانکونو سره خبرې وشي څو په ولسوالیو کې کولډ سټورونه جوړ شي او د مېوې تجارت وده وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې د سپین بولدک ولسوالۍ یادونه هم وکړه چې یو لوی سوداګریز مرکز دی او هر ورځ له ډيورنډ کرښې ۳۰ زره کسان تګ راتګ کوي، خو په دې وروستیو کې په کې کاروبار مخ پر ځوړ روان دی.

ده غوښتنه وکړه چې دغلته دې تجارت او راکړه ورکړه ډېره شي او دولت دې لا ډېر امکانات برابر کړي.

login or register a new account.