پل علم (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې څلور طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز پل علم اړوند د پورک او د بره کې برک ولسوالۍ په ده شيخ سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور وسله وال طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي، درې طالبان او يو ملکي وګړى ټپيان دي.
احمدزى زياتوي چې په دې بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز د پورک سيمې اوسېدونکي عزيزالله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې سخته جګړه وه.
هغه وايي چې په دې جګړه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې دوه تنه ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه جګړه تاييد کړې او وايي چې په پل علم او بره کي برک کې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله وال طالبان هم دغه بريدونه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د لوګر د تېرې شپې په جګړو کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو درې پوليس وژل شوي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په لوګر کې هم جګړو زور اخيستى دى چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP