مزارشريف (پژواک ۲۳ زمری، ۹۶): د بلخ ولايتي شورا د وکيل محمد اصف مومند دنده يې د غير حاضرۍ له امله ځنډولې خو مومند وايي چې ولايتي شورا دغه پرېکړه د بلخ د والي عطامحمد نور د فشار په پايله کې کړې ده.
د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکتر محمدافضل حديد د زمري په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې شورا وکيل محمد اصف مومند له تېرو څلور مياشتو يوه ورځ هم شورا ته نه دی راغلی.
نوموړي زياته کړه چې د ولايتي شورا د داخلي طرزالعمل او د ولايتي شورا د قانون له مخې دوی مسووليت درلود چې پر وړاندې يې تصميم ونيسي.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا له دوه ثلثه ډېرو وکيلانو په تصميم شورا قانوني حق لري چې د يو وکيل له درې مياشتنۍ غير حاضرۍ وروسته د هغه دنده وځنډوي.
د ولايتي شورا رييس وويل: ((د اصف مومند پر وړاندې د ولايتي شورا له اتلس وکيلانو څوارلسو لاسليک وکړ چې بايد دنده يې وځنډول شي.))
نوموړي زياته کړه چې پر همدې بنسټ يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او سيمه ييزو ارګانونو ادارې ته رسمي مکتوبونه لېږلي چې د محمد اصف مومند امتيازات او معاشونه بند کړي او پر ځای يې بل کس چې په ټاکنو کې يې لوړه رايه اخيستې وي، د وکيل په توګه دوی ته معرفي کړي.
خو محمد اصف مومند له پژواک خبري اژانس سره په همدې تړاو خبرو کې وويل چې دی د خلکو په رايه وکيل شوی او هېڅ وکيل يې د منفک کېدو حق نه لري.
نوموړی منی چې درې مياشتې ولايتي شورا ته نه دی ورغلی خو وايي چې له وطنه هم بهر نه وو او دغه موده يې ټوله د خپل سياسي مجبوريت له امله په کابل کې تېره کړې ده.
د هغه په وينا، د کومو درې مياشتو د غير حاضرۍ له امله چې د ده دنده ځنډول شوې، د هماغو مياشتو امتيازات او معاشونه يې اخيستي دي.
مومند د ولايتي شورا د يادې پرېکړې تر شا د بلخ والي عطامحمد نور لاس لرلو يادونه وکړه.
نوموړي زياته کړه: ((استاد عطامحمد نور له ما سره له وروستيو جنجالونو وروسته پر ولايتي شورا دغه کار کړی دی، استاد عطا زما وظيفه په تعليق کې راوستې ده.))
خو د بلخ د والي عطامحمد نور وياند منير فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د محمد اصف مومند د چارو او کړنو په اړه هېڅ ويلو ته اړتيا نه ويني.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP