هرات (پژواک،٢٤زمرى٩٦): د هرات ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وارداتي برېښنا د پايو د نړېدو له امله، د دغه ولايت د زرګونو کورنيو برېښنا پرې شوې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو نن سهار هرات ته د ايران د وارداتي برېښنا پايې هم په نښه کړې او ويجاړې کړې دي.
نوموړي زياته کړه: "د وسله والو مخالفينو له خوا د ایران او ترکمنستان د وارداتی برېښنا د پايو د نړېدو له امله، د هرات په زرګونو کورنۍ له دوو ورځو راهيسې د برېښنا له نعمت څخه بې برخې دي."
د فرهاد په وينا، له دې مخکې د دولت وسله والو مخالفينو د يکشنبې په شپه هم د هرات په شمال رباط سنګي ولسوالۍ کې دغه ولايت ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا يوه پايه الوځولې وه.
هغه زياته کړه، سره له دې چې د هرات په شمال او لوېديځو لارو کې د برېښنا د پايو د رغولو په موخه تخنيکي ټيمونه استول شوي دي، خو تر اوسه دغه مزي نه دي نښلول شوي.
د هرات يوشمېر کارکوونکي وايي چې له دوو ورځو راهيسې برېښنا نه لري چې له امله يې د خلکو ستوزې ډېرې شوې دي.
د هرات ښار يوه اوسېدونکي جميل وويل:" له دوو ورځو را هيسې برېښنا نه لرو او د څښلو د اوبو او د ګرمۍ د لرې کېدو لپاره د وسايلو د کارولو په شان له ډېرو ستونزو سره مخ يو."
د هرات يوه بل اوسېدونکي روحاني وويل:"موږ ژمى او اوړى د برېښنا ستونزه لرو چې طالبانو د برېښنا پايې الوځولې دي او د ښاريانو برېښنا يې پرې کړې ده؛ تر څو به له دې ستونزو سره لاس او ګريوان يو."
نوموړي زياته کړه، حکومت بايد دغه ستونزې حل کړي او د برېښنا پرې شوي مزي دې بېرته ونښلوي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.