لومړى تعقيب- کندوز ښار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): په کندوز کې د ملي امنيت پر ځانګړو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى چې په کې اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صفرمحمد اکبري د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا دوولس بجې د چهار درې ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې د ملي امنيت پر ځانګړو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.
هغه وايي: ((د ملي امنيت ځواکونه پر عملياتو بوخت وو چې يوه مشکوک کس پرې د دوی له غږ وروسته ځان ته چاودنه ورکړې ده.))
د اکبري د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ملي امنيت يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
خو په ياده سيمه کې د پوليسو د پوستې قوماندان لومړي څارن حيات الله پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د وژل شوو او ټپيانو د کره شميرې په اړه معلومات نه درلودل خو زياته يې کړه چې په دغه بريد کې درې ټانکونه هم تخريب شوي دي.
حيات الله زياته کړه: ((پلان دى چې په دې ولسوالۍ کې عمليات ترسره شي نو دغه ځواکونه دلته ولاړ وو چې بريد پرى وشو.))
هغه وايي چې د ياد بريد له امله اوسمهال د کندوز- چهاردرې ولسوالۍ لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
په دې سيمه کې د ګل رحيم په نوم يو عيني شاهد پژواک ته وويل: ((پر امنيتي ځواکونو باندې ډېره قوي چاودنه وشوه.))
هغه وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري خو سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه بريد د قلعه زال اوسېدونکي شفيق الله د کرولا موټر په وسيله ترسره کړى دى.
login or register a new account.