Language

د غزني د کار او ټولنیزو چارو ریاست د حرفوي زده کړو پروګرام اغېزناک تمام شوی

غزني ښار (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): د غزني د کار او ټولنيزو چارو رياست له لوري يو شمېر بې روزګاره ځوانانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي څو وکولاى شي له خپلو کورنيو سره اقتصادي مرستې وکړي.

د غزني د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالباري رحيمي د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هرو شپږو مياشتو کې د دغه رياست له لوري په بېلابېلو برخو کې سلو کسانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي.

د ده په وينا، له دې سلو تنو څخه ٣٥ يې نجونې دي چې د مسلکي ښوونکو له لوري زده کړې ورکول کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه زده کوونکي د خياطۍ، ګلدوزۍ، نجارۍ، بکس او موبايل جوړونې په برخو کې روزل کېږي.

ده زياته کړه: ((د دې کسانو ډېرى يې د مکتب فارغين دي خو هغه کسان چې بيا سواد نه لري، د هغوى لپاره بيا موږ د سواد اموزۍ يو ساعته کورس هم لرو.))

د رحيمي په خبره، هر کس چې په هره برخه کې فارغ شي، د اړوندې برخې وسايل هم ورکول کېږي څو کار پيل کړي.

ده وويل: ((هغو کسانو ته چې موږ کسب زده کړى، ډېر يې اوس په کار بوخت دي او خپلو کورنيو ته يوې مړۍ حلاله روزي ګټي.))

د رحيمي د معلوماتو له مخې، په هره دوره کې د دې کورسونو لګښت ٣،٢ ميليونه افغانۍ کېږي چې د همدغه رياست له لوري ورکول کېږي.

د دغو کورسونو د خياطۍ برخې يوې زده کوونکې عايشې پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې يې د کار او ټولنيزو چارو رياست په چوکاټ کې د خياطۍ په برخه کې مسلکې زده کړې پيل کړې دي.

عايشې زياته کړه: ((کورني مشکلات مو ډېر دي، دلته مې خياطي شروع کړه څو خپل د کور اقتصادي مشکلات پرې حل کړم.))

دغه راز هغې وويل: ((زموږ د همسايه ښځه خياطه ده، يوه جوړه کالي په څلور سوه روپۍ ګنډي نو ما وويل چې زه هم بايد دغه کار ياد کړم څو ژوند مو لږ ښه شي.))

دې وويل چې د لارې کرايه هم د دغه رياست له لوري ورکول کېږي او زده کړې يې هم په ښه توګه پر مخ روانې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.